کابل کې سلګونه لاریونوالو د کنګل شویو شتمنیو د خلاصولو غوښتنه وکړه
د اګست پر ۱۵مه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول نو امریکا د هغه هېواد په بانکونو کې د افغانستان شاوخوا نهه اربه ډالره دولتي شتمني کنګل کړه او ویې ویل چې د دې کار موخه یې د طالبانو لاسونو ته د شتمنیو د لوېدو مخه نیول دي.