اسراییل تاجکستان کې له افغان کډوالو سره مرسته اعلان کړه
اسراییل له هغو افغان کډوالو سره چې په تاجکستان کې دي د پنځه لکه امریکایي ډالرو د مرستې اعلان وکړ.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت په وینا په دې پیسو به دغو کډوالو ته خواړه، دوا او نور ضروري توکي واخیستل شي.
د اسراییل د بهرنیو چارو د وزارت یوه جګپوړي چارواکي الون اوشبیز د سې شنبې په ورځ وویل، اسراییل ویاړي چې د نړیوالې ټولنې له دې هڅو سره یوځای کېږي چې له هغو افغانانو سره چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستانه وتلي دي، مرستې کوي.