طالبان: د نورستان د امر بالمعروف اوسني ریاست اور اخیستی
په نورستان ولایت کې طالب چارواکي وايي، تېره شپه د ښځو چارو پخوانی او د امر بالمعروف اوسني ریاست اور اخیستی. په نورستان کې د طالبانو له خوا د مطبوعاتو مسول مولوي سمیع الحق حق بیان ازادي راډیو ته وویل: "اور په یادې ودانۍ کې د اوسېدونکو کسانو د بې احتیاطۍ له امله لګیدلی دی." حق بیان زیاتوي چې په اورلګېدنه کې چاته ځانې زیان نه دی اوښتی او اور وژل شوی.