هنګري کې د عمومي انتخاباتو نېټه اعلان شوه
د هنګري ولسمشر په دغه هېواد کې د عمومي انتخاباتو نېټه اعلان کړه.
یوناس اډیر پرون د هنګري د ولسمشرۍ پر انټرنټ پاڼه دا پیغام خپور کړ چې سږکال به د اپریل په درېیمه ټاکنې ترسره شي.
اټکل کېږي چې د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان به په دې انتخاباتو کې له مخالفو ګوندونو سره سختې سیالي ترسره کړي.
ویکتور اوربان له دوه زره لسم کال راهیسې په واک کې دی، مخالف ګوندونه پر ده د دې لپاره نیوکې کوي چې انتقاد کوونکي دي د ډموکراټیکو بنسټونو په له منځه وړلو تورنوي، دا ادعا د اوربان له لوري رد شوې ده.