د پکتیا سید کرم ولسوالۍ کې د ځنګلونو ۵۰۰ هکتاره سیمه رغول کېږي
د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د ځنګلونو پنځه سوه هکتاره سیمه رغول کېږي.
د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مستعین عمري رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویلي چې د پکتیا ولایت د سیدکرم په ولسوالۍ کې د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې له لوري د ځنګلونو ۵۰۰ هکتاره له منځه تللې سیمه بېرته رغول کېږي.
دغه خبرپاڼه چې د جمعې په ورځ ناوخته خپره شوې، په کې ویل شوي چې یاده سیمه به د ځڼغوزيو, چهار مغزو او بادامو نيالکيو په ایښودلو سره بېرته ورغول شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې زیات شمېر اوسېدونکو ته لنډ مهاله د کار زمینه هم برابره شي.