څارویو کې د 'تبخ' ناروغي؛ د نورستان ځینې خلک: حیواني کلنیک نشته، څاروي مو تباه شول
د نورستان ځینو سيمو کې په څارویو کې لګېدلې ناروغۍ ډېر شمېر څاروي مړه کړي او نور زیات د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
د نورستان د دوو ختیځو ولسوالیو کامدېش او برګیمټال اوسېدونکي وايي، هر کال د ژمي پر مهال يې په څارویو کې د تبخ په نوم ناروغي پیدا کېږي، خو سږ کال د دغه ناروغۍ کچه لوړه شوې او زیات څاروي يې ورته وژلي دي.
د برګیمټال ولسوالۍ اوسیدونکی او قومي مشر حاجي غلام الله نورستانی وايي: "برګیمټال کې په څارویو کې یوه ناروغي پیدا شوې چې ورسره د څارویو له خولو ځګ ځي،خوله يې سوځي، واښه نه خوري او په پښو شلېږي. بېخي مال تباه شو، په ځانګړي ډول سخوندران ډېر مړه شول. غواګانو کې شیدې وچې شوي او خلکو ته ډېر زیات زیانونه رسیدلي دي."
د کامدېش ولسوالۍ د ننګل اوسېدونکی حبیب الرحمن بیا وايي: "د تبخ یا تبق له ناروغۍ يې یوه غوا مړه شوې او نور څاروي یې د مرګ ګواښ سره مخ دي."
د څارویو روغتیاپالان وايي، تبخ یوه ساري او ویروسي ناروغي ده چې په ډېره چټکۍ له یو بله انتقالېږي.
د دوی په خبره، څاروي لرونکو ته په کار دي چې کله هم د تبخ د ناروغۍ نښې نښانې په حیواناتو کې وویني، نو باید له نورو څارویو يې جلا او قرنطین کړي.
ډاکټر خورشید د یادې ناروغۍ نښې نښانې او له یادې ناروغۍ د ژغورنې لارې چارې داسې بیانوي: "خوله کې يې زخمونه وي او ځګونه ترې روان وي، خوله چې خلاصه کړي، نو شونډو کې يې سره-سره داغونه وي او په پښو کې يې هم زخمونه وي.۶۰سلنه په خوسکیو کې دغه ناروغي پیدا کېږي چې د هغوی د مرګ سبب کېږي. د خوسکیو دفاعي سیسټم کمزوری کوي. درملنه يې د فیملې په نوم واکسین دی، خوسکیو ته ۵ سي سي او لویانو ته يې لس سي سي کېږي."
څاروي لرونکي شکایت کوي چې په ولایت کې يې د حیواناتو داسې کلنیک نشته چې هلته په کې د څارویو معاینات او درملنه وشي.
دوی له حکومت او موسسو غواړي چې په نورستان کې مجهز روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، څو راتلونکې کې يې څاروي له دغه ډول وژونکو ناروغيو وژغورل شي.
په نورستان کې طالب چارواکي هم وايي، د څارویو د درملنې لپاره ویټرنران او روغتیايي مرکزونه نه لري او په وینا یې د ولایت زیاته برخه اوسیدونکي څاروي ساتي او د همدې حیواناتو په تولیداتو خپلو کورنیو ته نفقه پیدا کوي.
د دوی په خبره چې د تبق (تبخ) له امله په زرګونه واړه او غټ څاروي مړه شوي او په زیات شمېر کې په یاده ناورغۍ اخته دي .
په نورستان کې د طالبانو له خوا د کرنې او مالدارۍ چارو سرپرست رئیس مولوي محمد سلیمان ازادي راډیو ته وویل: "نورستان د ۴۰سلنه خلکو ژوند مالدارۍ سره تړلی. د تبخ په نوم مرض غواګانو کې لګیږي، خلک يې له شیدو محروم کړي. همدا ډول په کوچنیو مالونو کې هم بېلابېل مرضونه لګیدلي او مالداران زیات زیانمن شوي. موږ له مرکزي حکومت او مرستندویه ادارو غواړو چې په نورستان کې د څارویو د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونه جوړ او اسانتیاوې برابرې کړي."
په نورستان کې مالداران په داسې حال کې په څارویو کې د تبخ په نوم د ویروسي ناروغۍ لګېدو څخه شکایت کوي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې وچکالۍ او روانو اقتصادي مشکلاتو مالداران سخت ځپلي دي او ګڼو کسانو خپلو کورنیو ته د خوراک پیدا کولو لپاره خپل څاروي پلورلي دي.