داعش په هرات کې د وروستي مرګوني برید مسؤلیت ومانه
داعش یا اسلامي دولت ډلې په هرات کې د یوې مرګونې حملې مسؤلیت منلی دی.
برید د شنبې په ورځ شوی وو او داعش یې پرون مسؤلیت ومانه.
رویټرز راپور ورکړ چې داعش ډلې پرون ناوخته په خپل ټلګرام پاڼه کې د دې برید مسؤلیت ومانه.
د شنبې په ورځ د هرات په حاجي عباس ښارګوټي کې چې عمدتاً شیعه ګان په کې اوسي په یوه موټر باندې د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه.
د هرات د چارواکو په خبره په دې برید کې شپږ کسان وژل شوي.
په وژل شویو کې ښځې او ماشومان شامل دي.