کرکټ؛ افغان لوبډلې هالنډ ته دوه ځلې سر په سر ماتې ورکړې
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د نیډرلنډ/هالند ټیم دوه واره سر په سر وګاټه او د نړیوال جام د لارې موندنې لپاره یې شل امتیازه ترلاسه کړل. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:" د کرکټ ملي ټیم نیډرلنډ ته د دوو پرله پسې ماتې ورکولو سره د دې لوبو جام وګاټه. دا لوبې خورا مهمې دي ځکه له همدې لوبو ټیمونه کولای شي نیغ په نیغه نړیوال جام ته لار پیدا کړي. له نیدرلنډ سره د افغانستان د ملي ټيم راتلونکې او وروستۍ لوبه د جنورۍ په ۲۵ مه سه شنبه ترسره کېږي." د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د لارې موندنې... Читать дальше...