د بشري حقونو د څار سازمان: قزاقي چارواکي دې د شکنجو په اړه څېړنه وکړي
د بشري حقونو د څار سازمان، هیومن رایټس واچ د قزاقستان له چارواکو وغوښتل چې د شکنجې د ټولو ادعاوو په اړه بشپړه څېړنه وکړي او ټول هغه ناوړه چلندونه پای ته ورسوي چې تېره میاشت په دې هېواد کې د خونړیو ناکراریو په مهال او له هغه وروسته د فعالانو پر وړاندې ترسره شوي چې یو شمېر یې په غیر قانوني توګه توقیف شوي دي.
هیومن رایټس واچ نن سې شنبې په یوه بیان کې وویل، ډېر باوري راپورونه یې ترلاسه کړي چې پولیسو په لسګونو سوله ییز مظاهره کوونکي او نور په خپل سر توقیف کړي دي.
له ځینو نیول شوېو کسانو سره ناوړه چلند شوی او د ډنډو او برقي ټکانونو په ګډون شکنجه شوي دي.
قزاقي چارواکو ویلي، په هېواد کې د وروستیو ناکراریو په ترڅ کې یې د قانون د تنفیذ ځواکونو د ۱۹ غړیو په ګډون ۲۲۷ کسان نیولي دي.
دغه ناکراري د قزاقستان په لویدیځه سیمه منګیسټاو کې د جنوري په دوهمه نېټه د تیلو د بیو پر سر په سوله ییزو لاریون سره چې وروسته د دې هېواد نورو ښارونو ته وغځېدل، پیل شوې.