روسیه کې روڼ اندي کرملېن ته: د اوکراین پر وړاندې د جګړې مخه ونیسئ
له ۲ زرو زیاتو روس روڼ اندو چې په کې د بشري حقونو مشهور فعالان هم شامل دي، له کریملینه غوښتي چې د اوکراین په وړاندې دې د دوی په خبره د یوې غیراخلاقي، غیرمسؤلانه او جنایت کارانه جګړې د پیلېدو مخه ونیسي. دغه څرګندونې په دې وروستیو کې د روسیې د روڼ اندو کانګرس په یوه خپره کړې اعلامیه کې کړي دي. پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په اړه د مخ په زیاتېدونکو اندېښنو په ترڅ کې دغه روس روڼ اندي او د بشري حقونو فعالان له کریملینه دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې په سیمه کې د راپورته شوي کړکیچ د هواري لپاره ډیپلوماتیکي هڅې ګړندۍ شوې دي. Читать дальше...