د اریانا تلوېزیون ۲ خبریالان عبدالوارث حسرت او اسلم حجاب خوشې شول
د راپورنو له مخې طالبانو د اریانا تلوېزیون دوه خبریالان خوشي کړل.
د اریانا نیوز خصوصي تلوېزیون دوه خبریالان عبدالوارث حسرت او اسلم حجاب د دوشنبې په ورځ پرته له کوم دلیله نیول شوي وو.
د اریانا تلوېزیون مشر شریف حسنیار نن په ټویټر کې لیکلي دي چې طالبانو دا دوه خبریالان خوشې کړي دي.
دا خبریالان په تلوېزیون کې یوه ورځ وروسته د دې بحث تر خپرېدو ونیول شول چې د خپرونې یوه میلمه د طالبانو پر رژیم سخت انتقاد وکړ او بیا د دې بحث یوه برخه په خواله رسنیو کې خپره شوه.
د بخښني نړیوال سازمان، یوناما او یو شمېر نورو ادارو د دې خبریالانو پر نیولو انتقاد کړی و او له طالبانو یې غوښتې و چې دا کسان باید ژر تر ژره خوشې کړي.
طالبانو د دې خبریالانو د نیولو په اړه څه نه و ویلي او اوس یې هم د هغوی د خوشې کېدو په تړاو څه نه دې ویلي.
حسرت د سیاسي برخې خبریال دی او حجاب د اریانا تلوېزیون د اقتصادي خبرو په برخه کې کار کوي.