په افغانستان کې د کرونا ویروس لوړ شمېر؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۴۸ مثبتې پېښې ثبت شوي
په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' د ناروغانو د شمېر زیاتېدل او په روغتونونو کې د کرونا ویروس سره د مبارزې د امکاناتو د نشتون اندېښنې ورځ تر بلې زیاتیږي. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۵ ولایتونو کې ۴۴۸ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې چې ۱۱۶ یې په کابل کې دي. د دې وزارت ویاند جاوید هژیر ازادۍ راډیو ته وویل چې په دغه موده کې ۳۸ کسان ترې روغ شوي خو په کندهار کې په کرونا اخته یو کس مړ شوی دی. هژیر وایي:" په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۹۳۶ سمپلونو څخه چې ټول هېواد... Читать дальше...