خوست کې د موټر د اوښتو په پېښه کې ۸ کسان مړه او ۷ ټپیان دي
د خوست امنیتي مسؤلان وايي چې پلانکوچ ډوله موټر د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د المرې په سیمه کې اوښتی دی.
د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالرحمان زاهد ازادي راډیو ته وویل چې دې پېښې له ځایه ولایتي روغتون ته ۸ مړي او ۷ ټپيان وروړل شوي دي.
د ده په وینا په وژل شویو کې ۴ نارینه، ۳ ښځې او یو ماشوم شامل دی.
د عبدالرحمان زاهد په وینا چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ ۳ کسان وژل شوي دي.