خوست کې د موټر د اوښتو په پېښه کې ۸ کسان مړه او ۷ ټپیان دي
د پنجشنبې ورځې مازدیګر مهال د خوست –ګردیز د لويې لارې په اوږدو کې د یو موټر د اوښتو له کبله ۸ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي. د خوست امنیتي مسؤلان وايي چې پلانکوچ ډوله موټر د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د المرې په سیمه کې اوښتی دی. د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالرحمان زاهد ازادي راډیو ته وویل چې دې پېښې له ځایه ولایتي روغتون ته ۸ مړي او ۷ ټپيان وروړل شوي دي. د ده په وینا په وژل شویو کې ۴ نارینه، ۳ ښځې او یو ماشوم شامل دی. د عبدالرحمان زاهد په وینا چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ ۳ کسان وژل شوي دي.