دوبۍ کې د افغان سوداګرو پر وړاندې د ستونزو هواري لپاره غونډه جوړیږي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاده ناسته به په نږدې راتلونکې کې د افغان سوداګرو د سوداګرۍ پر وړاندې د شته ستونزو د هواري، افغان پانګه والو ته په هېواد کې د پانګونې د زمینې برابرولو او دغه شان د ځینې تخنیکي مسایلو په اړه په متحده عربي اماراتو، دوبۍ کې جوړه شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت له سرپرسته هم غوښتي چې په یاده ناسته کې ګډون وکړي، څو افغان سوداګر او پانګه وال د خپلو راتلونکو فعالیتونو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.