پولنډ غواړي لسګونو زره توپخانې، هاوان او بمونه اوکراین ته ورکړي
پولنډ غواړي چې روانه اونۍ اوکراین ته وسلې واستوي.
د پولنډ صدراعظم ماتیوش موراویڅکي پرون د پولنډ په جنوب ختیځ کې د تارنو په ښار کې د وسلو له یوې فابریکې څخه د لیدنې پر مهال وویل: "موږ د فشار زیاتېدل ګورو، همدا راز د روسیې له لوري د تیري د زیاتېدو شاهدان یوو. موږ پوهېږو که څوک د ځان دفاع غواړي باید د دفاع لپاره یو څه ولري. په اوکراین کې موږ د ځان د دفاع هوډ لیدلی."
پولنډ غواړي چې په لسګونو زره توپخانې، هاوان او لاسي بمونه اوکراین ته ورکړي.
لویدیځ وایي چې روسیې د اوکراین له پولو سره شاوخوا سل زره سرتیرې ځای پرځای کړې دي او دا اندیښنه شته چې پر اوکراین برید ونه کړي، ماسکو وایي چې د حملې نیت نه لري.
روسیې په دوه زره څوارلسم کال کې د اوکراین کریمیا ټاپوزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه او تر ننه یې د خپلې خاورې برخه ګڼي.