د کرکټ افغان ملي لوبډله راتلونکې اوونۍ بنګلدېش ته ځي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله راتلونکې اوونۍ بنګلدېش ته ځي. د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک نن شنبه (د سلواغې ۱۶مه) ازادي راډيو ته وويل، افغان لوبډله اوس مهال په قطر کې په تمريناتو بوخته ده. د ښاغلي هوتک د معلوماتو له مخې ټاکل شوې د افغانستان او کوربه بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې ميلادي مياشتې په ۲۳مه نېټه درې یو ورځنۍ او دوه شل اوورېزه سیالۍ پیل شي. ښاغلی هوتک وايي، د دواړو هېوادونه ترمنځ به لومړۍ پنځوس اوورېزه لوبه د فبرورۍ په ۲۳مه، دوهمه په ۲۵مه او درېيمه په ۲۸مه نېټه ترسره شي. Читать дальше...