کرکټ؛ له ۱۹ کلنو کشره افغان لوبډلې پر اسټرالیا لوبه وبایلله
د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کشرې لوبډلې تېره شپه د دې کټګورۍ په نړیوال جام کې د درېیم مقام د ګټلو په سیالۍ کې له اسټرالیا سره لوبه وبایلله.
لوبه افغان لوبغاړو پیل کړه او په پنځوسو اوورونو کې یې اسټرالیا ته د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه.
د اسټرالیا لوبډله دې هدف ته ورسېده او لوبه یې وګټله.
په پام کې ده چې د هند او انګلستان لوبډلې نن په فاینل لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ووځي.