د ۲۰۲۲ د افغانستان د اتلانو لیګ کلبونو ته رسمي جوازونه ورکړل شول
د ۲۰۲۲کال د افغانستان د اتلانو لیګ کلبونو ته رسمي جوازونه ورکړل شول.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې نن د یو لړ مراسمو په لړ کې د فوټبال ۱۲ کلبونو ته د افغانستان د اتلانو په لیګ کې د ګډون رسمي جوازونه ورکړل شول.
د سرپل خدیم، د کابل استقلال، د هرات سرخ پوشان، د فراه ابو مسلم، د هلمند عصمت لغماني، د پروان جبل السراج، د تخار موج ساحل، د خوست اتلانو کلوب، د کندهار عینو مېنې، د لغمان ځوانان، د فاریاب خراسان او د کندز جوانان واحد د فوټبال هغه لوبډلې دي چې نن یې په رسمي ډول د افغانستان د اتلانو په لیګ کې د ګډون جوازونه ترلاسه کړل.
د افغانستان د اتلانو لیګ درې پړاوه لوبې په کابل، بلخ او هرات کې شوې دي او ټاکل شوې ده چې څلورم پړاو یې هم په نېږدې راتلونکي کې پیل شي.