د سالنګ لویه لار یو ځل بیا د ترافیکو پر مخ وتړل شړه
د درنو واورو اورېدو له کبله د سالنګ لویه لار یو وار بیا د ترافیکو پرمخ وتړل شوه. د دغې لارې د ساتنې او څارنې ادارې مشر، عبدالله عبید نن ازادۍ راډیو ته په لېږلي ویډیويي پیغام کې وویل، د انساني تلفاتو د مخنیوي لپاره لار د یکشنبې د سهار ۹ بجې د ټولو موټرو پرمخ وتړل شوه. عبدالله عبید وایي:" دا مهال دغه لویه لار د ټولو وسایطو پرمخ تړل شوې ده. اټکل دا دی چې دغه وضعیت به دوام کوي. د لارې د پرانیستلو امکان دا مهال نه شته. هغه هېوادوال چې د سالنګ په دواړو غاړو کې راګیر پاتې دي، له دوی هیله کوو، چې په... Читать дальше...