د ملکي هوایي چلند اداره: د افغانستان په فضا کې د ورځې نږدې ۸۰ الوتنې کېږي
د طالبانو د حکومت د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د ورځې له ۷۰ تر ۸۰ عبوري الوتنې د افغانستان په فضا کې کېږي.
د دې ادارې ویاند امام الدین احمدي نن ازادي راډيو ته وویل، هره الوتنه چې د افغانستان په فضا کې کېږي، ۷۲۰ ډالر حق العبور دې هېواد ته ورکوي چې له دې درکه هر کال افغانستان ۶۵ ملیونه ډالره عاید راټولوي.
ښاغلی احمدي وايي، د دې ترڅنګ د ورځې له ۱۵ تر ۲۵ الوتنې د کابل له هوايي ډګره هم کېږي چې په دې ۲ یا ۳ یې داخلي الوتنې وي.
نوموړی وايي، ډېرې بهرنۍ الوتنې چین، پاکستان، ترکیې، دوبۍ او قطر هېوادونو ته کېږي.
په تېر حکومت کې د افغانستان په فضا کې د ورځې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ الوتنې کېدې.