خوست کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې
په خوست ولایت کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې د یوه خبر په خپرولو سره ویلي دي چې دا سیالۍ یې د خوست ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په هدف پیل کړي دي.
په یادو سیالیو کې د نادرشاه کوټ، اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو ۷ لوبډلې برخه اخلي چې نېږدې یوه میاشت به دوام وکړي.
په خوست کې د فوټبال فدراسیون مسوولان وايي، هڅه کوي چې ورزش لېرې پرتو ولسوالیو ته ولېږدوي او ځوانان سالمو مصروفیتونو ته را وبولي.