منظور پښتین وايي د علي وزیر تر خوشې کېدو پورې پرلت ته دوام ورکوي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي دي چې د سیند حکومت دا واک لري چې د غورځنګ د مخکښ او د پارلېمان غړي علي وزیر په ګډون د نورو بندي غړو پرضد له مقدمو لاس واخلي او هغوی خوشې کړي. پښتین دا خبره د فبرورۍ پر ۱۳مه په داسې حال کې مشال راډیو ته کړې چې د وزیر پرضد د کراچۍ په عدالت کې مقدمې روانې دي او پر هغه د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو تورونه دي چې هغه یې ردوي. پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې (اتوار) له ورځې څخه په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ مخې ته د پرلت وهلو اعلان کړی دی او وايي، د وزیر تر خوشې کېدو پورې ورته دوام ورکوي. Читать дальше...