Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

طالبانو عمومي بښنه اعلان کړې؛ ایا دوی دې اعلان ته ژمن دي؟

طالبانو عمومي بښنه اعلان کړې؛ ایا دوی دې اعلان ته ژمن دي؟

شپږ میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل لومړي خبري کنفرانس کې وویل، طالبانو عمومي بښنه اعلان کړې او له ټولو ښکېلو لوریو سره دښمني او نور پای ته رسولي دي.

د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړول، د شرعي نظام له مخې د ښځو د حقونو خوندیتوب، د امنیت خوندیتوب، د بیان ازادۍ ته احترام او منل او تر خوا یې د اقتصادي وضعیت ښه‌ کېدل، هغه ژمنې وې چې طالب حکومت افغانانو سره وکړې.

له دې وړاندې د مجاهد تصویر نه و رسنیز شوی، نوموړي وویل: "د امیرالمومین د عمومي بښنې پر بنسټ، ټولو هغو لوریو ته چې زموږ پر وړاندې درېدلي وو، عمومي بښنه اعلان شوې. زموږ له‌خوا هم بښنه ده."

خو ځینې وايي، طالبان خپلې لومړنۍ ژمنې ته متعهد نه و.

دا شخص چې نه غواړي نوم یې دې راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، ورور یې ۸ کاله د مخکني نظام په ملي اردو کې نظامي افسر و، خو له تېرو درې میاشتو راهیسې له طالبانو سره په بند کې دی.

دا وايي، له خپل ورور هېڅ معلومات نه لري: "مجاهد صاحب خپل کنفرانس کې وویل، عمومي بښنه ده. چېرې ده عمومي بښنه؟ درې میاشتې کېږي چې ورور مې نه‌شته. مېرمن او اولادونه یې ما ته پاتې دي. نه یې مړی معلوم دی، نه ژوندی."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته استول شوي راپور کې لیکلي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو  وروسته، د مخکني حکومت نږدې ۱۰۰ تنه چارواکي، سرتېري او نور نظامي پرسونل وژل شوي.

هغه موضوع چې طالبانو رد کړې.

د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړول د طالبانو بله ژمنه وه چې ذبیح‌الله مجاهد په خپل لومړي کنفرانس کې وکړه: "​یو قوي، اسلامي، ټول شموله او ټولو افغانانو ته د منلو نظام به جوړ کړو."

خو وروسته ولیدل شول چې د کابینې ټولې چوکۍ طالبانو پورې تړلو کسانو ته ورکړل شوې. هغه کار چې د افغان سیاست‌والو په ګډون د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا، جرمني، چین، ترکیې، قطر او د اروپايي ټولنې له نیوکو سره مخ شو .

د  طالبانو د واکمنۍ په لومړیو اوونیو کې یعنې د  ۲۰۲۱ کال د سېپټمبر  په ۹مه نېټه د اروپايي ټولنې له‌خوا یوه خپره شوې اعلامیه کې ولیکل شول: "د لومړنیو اعلان شوېو نومونو له مخې باید وویل شي چې دا کابینه د قومي ترکیب او مذهبي رنګارنګۍ له مخې د افغانستان استازولي نه‌شي کولی او ټول‌ګډونه نه‌ده. هیله‌مند یوو ، هغه څه وونیو چې طالبانو یې په لومړیو اوونیو کې ژمنه کړې وه."

خو طالبان له دې ټولو سره-سره، خپل حکومت ټول‌ګډونه بولي.

په شرعي چوکاټ کې د ښځو د حقونو خوندیتوب او ورته د اسلامي زده‌کړو د زمینې برابرول بله ژمنه وه، داسې مهال چې له دې چوکاټ هیڅ ډول تعریف نه دی وړاندې شوی.

په خپله لومړنۍ تصویري او مخامخ خبري غونډه کې د ذبیح‌الله مجاهد د خبرو یوه برخه: "​اسلامي امارت ژمن دی چې په اسلامي چوکاټ کې به د ښځو حقونه پالي. زموږ د خویندو او مېندو هغه حقونه چې الله ج ورته په اسلام کې ورکړي دي."

خو اوس د افغان نجونو او ښځو لویه برخه یې د کار، زده‌کړو، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو اجازه نه‌‌لري.

د دې تر خوا یو شمېر ښځې چې د طالبانو د دې پرېکړو خلاف یې غږ پورته کړي، د  ادعاوو پر بنسټ د طالبانو له‌خوا له سخت غبرګون سره مخ شوې.

له دې مېرمنو ځینې ترور او یا هم بندیانې شوې چې د ښځو د حقونو فعالانو یې مسوولیت پر طالبانو ور واچوه، خو طالبانو دا ادعا رد کړه.

تر دې چې د بشري حقونو، د بښنې نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو هر څه ژر د معترضو نجونو او ښځو د نیول کېدو د پای غوښتنه وکړه.

د افغانستان د بشري حقونو، نجونو او ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د دې ټولو په غبرګون کې  په خپله ټویټرپاڼه ولیکل: "که طالبان د خلکو او نړۍ د مشروعیت اخیستلو په لټه کې وي، باید د افغانانو د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو او د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي."

کابل مېشتي زهرا محمدي هم د طالبانو په دې ژمنه نیوکه کوي او وايي: " ښځې یې په سیاسي لحاظ څنډې ته کړي. زموږ د تېرو شل کلونو لاس‌ته راوړنو ته اصلاً پام نه کوي. ژمنې یې کړې وې چې موږ د ښځو حقونو ته پام کوو، خو هېڅ هم معلوم نه دي او ټول بې‌برخلیکه او ناهیلۍ سره په مخ ځو."

له رسنیو سره د ښه چلند او د بیان ازادۍ ته درناوی د طالبانو بله ژمنه وه، خو د بې‌پولي خبریالانو ټولنې او د رسنیو د ملاتړو ځینو نورو بنسټونو له‌خوا د خپرو شوېو راپورونو له مخې، افغانستان د خبریالانو لپاره یوه ګواښوونکي هېواد بدل شوی.

طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو وروسته، ځینې خبریالان نیولي او ځینې یې وهلي ټکولي هم دي.

نړیوالې ټولنې هم طالبان د بیان ازادۍ څخه په سرغړونې تورن کړي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د سلواغې په ۲۶مه نېټه په یوه اعلامیه کې ولیکل، د یوې نوې سروې له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له پنځه‌لسمې وروسته، په افغانستان کې له ۶۰۳ رسنیو ۳۱۸ تړل شوي دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، د طالبانو له واکمنۍ مخکې په رسنیو کې نږدې پنځوس زره کسانو کار کاوه، خو اوس له دې شمېر یوازې ۲۲۳۴ تنه خبریالان په دنده بوخت دي. په دوی کې ۷۲ سلنه خلک چې اوس بې‌دندې شوي، ښځې او نجونې دي.

د هشت صبح ورځپاڼې مسوول مدیر مجیب مهرداد ازادي راډیو ته وویل: "رسنۍ په ډېر سیسټماټیک ډول سانسور وي. خبریالان نیسي. د طالبانو د امنیت ریاست، کورنیو چارو  او د اطلاعاتو و فرهنګ وزارتونه د رسنیو په کار کې لاس‌وهنه کوي او مطالب یې سانسوروي."

د اقتصادي وضعیت ښه‌والی د طالبانو بله مهمه ژمنه وه، هغه چې تر اوسه نه یوازې دا چې عملي شوې نه‌ده، بلکې د افغانستان اقتصاد د سقوط په درشل کې دی او رسمي شمېرې ښيي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ۸۲ سلنه خلک بې‌دندې شوي.

ترخوا یې د ملګرو ملتونو رسمي شمېرې ښيي چې ۲۳ میلیونه افغانان همدا اوس خواړه نه‌لري او ۹۷ سلنه بیا په بې‌وزلۍکې ژوند کوي.

نږدې ۵ میلیونه ماشومان او مېندې له خوارځواکۍ سره مخ دي چې په دوی کې یو میلیون ماشومان د مرګ‌‌له ګواښ سره مخ دي او امنیتي خوندیتوب د طالبانو د حکومت د چارواکو یوه بله مهمه ژمنه وه چې له خلکو سره یې کړې: "زه ټولو افغانانو په ځانګړي ډول کابل مېشتو ته ډاډ ورکوم چې له دې وروسته یې امنیت په بشپړ ډول خوندی دی. انشاالله د هرې ورځې په تېرېدو سره به د تېر په پرتله امنیت ښه شي."

د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد څرګندونې دي چې په خپل لومړني مخامخ او تصویري خبري کنفرانس کې یې کړي، خو د یو شمېر افغانانو په باور دا څرګندونې یوازې د ژمنې تر حده محدودې پاتې شوي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته، داعش ډلې په کابل، ننګرهار، کندز، کندهار او هرات کې خونړي بریدونه کړي، ترخوا یې نږدې هره ورځ د هدفي او مرموزو وژنو خبرونه خپرېږي چې یوه بېلګه یې د ملي یووالي حکومت کې د اجراییه ریاست د پخواني لومړي مرستیال محمدخان پر کور برید دی.

تر خوا یې تېره اوونۍ کابل کې یو تن یوه مور له خپلو دوو لوڼو سره ووژله. طالبانو د دې پېښې په تړاو د یوه تن د نیولو خبره هم وکړه.

انسان تښتونه بله لویه ننګونه ده چې هره ورځ ورسره د طالبانو حکومت لاس او ګرېوان دی.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره د دوی د تېرې شپږ میاشتنۍ حکومت‌ولۍ په اړه خبرې وکړي، خو له ډېرو اړیکو سره سره، بریالۍ نه‌شوه.

طالب چارواکو وروستیو کې په ځلونو دا خبره کړې چې په لومړیو شپږ میاشتو کې د خپلې حکومت‌ولۍ لپاره د  ټاکلو اهدافو پوره کولو ته نږدې شوي دي.

Читайте на 123ru.net

Другие проекты от 123ru.net



Архангельск

Двоим железнодорожникам Архангельской области объявлена благодарность Президента России



Здоровье

Осторожно, токсично: Доктор Кутушов рассказал о вреде красителей для яиц






103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России





Топ 10 новостей последнего часа




Новости России

Чешская полиция объявила в розыск гражданина России Андрея Аверьянова

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» ПРАВИТ МИРОМ?! Раскрыт реальный смысл Мавзолея на Красной площади России в Москве.

В Москве спасатели вытащили из ливневой канализаций семерых утят

Стоимость аренды квартир в России за год выросла на 32%


Москва

Приём подолога в Первом Даниловском медицинском центре






Rss.plus
Moscow.media
Москва

Собянин поздравил Мишустина с назначением на пост председателя правительства РФ



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Моргенштерн

У Моргенштерна* что-то случилось? Рэпер пообещал рассказать все на стриме




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Монсон заявил, что его спортивная карьера практически завершена

4 современных общественных пространства появятся на севере Москвы в 2024 г

Развод на договорных матчах: схемы, риски и пути предотвращения


Даниил Медведев

Тарпищев: нельзя Медведева назвать главным претендентом на золото Олимпиады



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Теплоходные прогулки по Амуру стартовали в Благовещенске



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России