د طالبانو واکمنۍ د ښځو په ژوند کې څه بدلونونه راوړل؟
د طالبانو د بیا واکمنیدو شپږ میاشتې تېریږي. په دې موده کې ښځې په بېلابېلو برخو کې له محدودیتونو سره مخ شوې دي. دوی ته د کار کولو او زده کړې فرصت محدود شو او په حکومتولۍ کې د دوی ونډه تقریبا صفر ته راټیټه شوه، خو داسې ښځې هم شته چې د طالبانو بیا واکمنیدل هغوی ته له جګړې څخه د خلاصون په معنا دي.