د ګډو رزمي ورزشونو افغان لوبغاړی صفري له خپل روسي سیاله ماتې وخوړه
د ګډو رزمي ورزشونو یا MMA افغان لوبغاړي حسین بخش صفري تېره شپه د خپل روسي سیال پر وړاندې ماتې وخوړه.
د صفري سیال رینات اوندار Renat Ondarچې په بولدوزر مشهور دی، د لوبې په ۲۲مه ثانیه کې صفري ته پرمخ د سوک ګوزار ورکړ او ناک اوټ یې کړ.
۲۶ کلن حسین بخش صفري د افغانستان د MMA له مشهورو لوبغاړو څخه دی او په افغانستان کې هم ډېر زیات مینه وال لري.