د ارزګان اوسېدونکي: طالبانو عام محضر کې یو تن د زنا په تور په دُرو وهلی
په ارزګان کې طالبانو په عام محضر کې يو کس د زناکولو له امله په دُرو وهلی، خو رسنيو ته يې د خبري پوښښ اجازه نه ده ورکړې.
د ترينکوټ ښار اوسېدونکي وايي، نن ۱۱ بجې د ښار مهمه څلور لاري کې د طالبانو له خوا يو کس په عام محضر کې په دُرو ووهل شو.
د ترینکوټ ښار یوه اوسېدونکي ازادي راډيو ته وویل: "د طالبانو له لوري نن یو کس په عام محضر کې په دُرو ووهل شو، د طالبانو دا کار ښه ګڼم، دې سره به خلک عبرت واخلي، طالبانو دا کس ځکه په دُرو وواهه چې زنا يې کړې وه."
د ترينکوټ ښار يو بل اوسېدونکی هم ازادي راډيو ته وويل: "د طالبانو له خوا يو کس په نظامي موټر کې راوستل شو چې وروسته يې د خلکو په شتون کې په عام محضر کې په دُرو وواهه."
په ورته وخت کې د دې ولایت بل اوسېدونکی بیا ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له خوا دغه ډول عمل په کلکو ټکو غندي او دا يې پر بشري حقوقو تېرۍ وباله.
هغه وايي: "عام محضر کې په داسې حال کې چې د مجرم کس څخه ويډیو اخېستل کیږي او هغه په کې په دُرو وهل کېږي د طالبانو دا کار په کلکه غندم، هغه کس ډېر شرمنده و، دغه ډول سزا پر بشري حقوقو تېری دی او طالبان بايد دغه کار ونه کړي."
ازادي راډيو ته د عيني شاهدانو له خوا يوه ويډيو هم لېږل شوې چې په کې زرګونه کسان معلومېږي چې پر نظامي موټرو راغونډ شوي او طالبان له خلکو غوښتنه کوي چې په کتارونو کې ودريږي.
ازادي راډیو هڅه وکړه څو په دې اړه په ارزګان کې د طالبانو د سيمه ييزو مسولينو سره هم وغږیږي، خو هغوی خبرو کولو ته حاضر نه شول.
دا لومړی ځل دی چې پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته يو کس په عام محضر کې په دُرو وهل کېږي.