طالبانو په رزګان کې یو تن په دره وواهه
طالبانو د رزګان په مرکز ترینکوټ کې د سې شنبې په ورځ یو کس چې په زنا تورن شوی و په درو وواهه. په سلګونو کسان د ترینکوټ په ښار کې د دې سزا نندارې ته راغونډ شوي وو. د هغې میرمنې په اړه څه نه دې ویل شوي چې له دې سړي سره په زنا تورنه ده. د بشري حقونو سازمانونو پخوا د طالبانو له لورې دا ډول مجازات محکوم کړې و.