افغان لوبغاړی حسین کارنیل له ملي ټیم سره یو ځای کېږي
د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، ډېر ژر به افغان لوبغاړی حسین کارنیل له ملي ټیم سره یو ځای شي.
یاد فدراسیون په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې ۱۸ کلن بريد کوونکی افغان لوبغاړی حسین کارنیل تازه د سويډن په غوره لیګ کې ولوبېد.
د دې فدراسیون د معلوماتو له مخې، ښاغلی کارنیل به د افغانستان فوټبال فدراسیون په رسمي بلنه په نږدې راتلونکي کې د ملي لوبډلې سره په پیلېدونکي تمریني کمپ کې یو ځای شي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله اوس مهال په سویډن کې د اسیا جام ملتونو سیالیو ته خپل تمرینونه کوي.
هېره دې نه وي چې چين کې د اسیام جام ملتونو ۲۰۲۳کال سیاليو ته د لار موندنې پچه اچونه به د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.