طالبانو خپل ۱۵۰۰ ځواکونه بامیان ته استولي؛ محقق: دې کار هلته خلک وېرولي
په داسې حال کې چې تازه د افغانستان په شمال کې د طالبانو او د مخافو ډلو ترمنځ د جګړو د پیل په اړه اندېښنې مطرح شوي دي، تازه د طالبانو حکومت خپل ۱۵۰۰ ځواکونه بامیان ولایت ته استولي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي ازادي راډیو ته وویل، په بامیانو کې د امنیت د ټینګښت لپاره یوه نوې لوا رامنځته کېږي، نو ځکه دغه ځواکونه یاد ولایت ته استول شوي دي.
نوموړی وايي: "د مشرانو د مصلحت له مخې او دغه شان د اړتیا له مخې یوه لوا د بامیان لپاره ځانګړې شوه، بامیان د یو ولایت په توګه حق لري چې یوه لوا ولري. دغه پرېکړه د شک او یا د عملیاتو لپاره نه ده رامنځته شوې، بامیان هم لکه د نورو ولایتونو په څېر زموږ تر کنټرول لاندې دی او کوم جدي خطر یا ګواښ سره مخ نه دی."
خو د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق وایي، طالبانو د دې ځواکونو په استولو سره د خلکو ترمنځ وېره خپره کړې ده.
ښاغلي محقق په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي: "دې ورځو کې چې ۱۵۰۰ ځواکونه د پکتیا له تندر قول اردو څخه بامیان ته استول شوي او په یکاولنګ، پنجاب او ورس ولسوالیو کې یې ضربتي ځواکونه مانور ترسره کوي. د خلکو ترمنځ وېره رامنځته شوې ده، په داسې حال کې چې تراوسه د بامیان هزاره ولس د طالبانو پرضد کوم کار نه دی کړی."
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې، پنجشیر، بغلان او بدخشان ولایتونو ته هم ځواکونه استولي دي.
که څه هم طالبانو سلګونه ځواکونه شمالي ولایتونو ته استولي دي، تازه یو غږ چې ویل کېږي د پخواني د نظام د جمهور رییس د مرستیال امرالله صالح دی، په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې د ځواکونو د همغږي کولو خبره کوي، خو دا نه وايي چې کوم ځواکونه؟
ازادي راډیو هڅه وکړه څو دا تاییدي ترلاسه کړي چې دا غږ د ښاغلي صالح دی او که نه، خو بریالۍ نه شوه.
د طالبانو دفاع وزارت په داسې حال کې د دې ځواکونو له استولو موخه د بامیان د امنیت ټینګښت یادوي چې د طالبانو د ۲۰۳ منصوري قول اردو د پنځمې لوا قوماندان، ملا محمد شیرین، بامیان ته د ۱۵۰۰ ځواکونو د رسېدو په مراسمو کې ویلي، یو شمېر وسله والې ډلې د ګاونډیو هېوادونو په ملاتړ، د بامیان په شمول د یو شمېر ولایتونو د ناامنه کولو په هڅه کې دي.