لبنان وایي چې د داعش یو پلان یې خنثی کړی
لبنان وایي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش یو پلان یې خنثی کړی دی چې پر شیعه و بریدونه وکړي. د لبنان د کورنیو چارو وزیر بسام مولوي نن خبري غونډې ته په بیروت کې وویل، داعش غوښتل د بیروت په جنوب کې هم مهاله درې ځان وژونکي بریدونه وکړي چې مخه یې ونیول شوه. د بیروت جنوب د حزب الله شیعه ډلې پیاوړی مرکز دی. دا ډله له ایران سره نژدې اړیکي لري.