د امریکا مرستیال ولسمشره کاملا هارس پولنډ او رومانیا ته ځي
سپینه ماڼۍ وایي، په وارسا او بخارست کې د کاملا هارس د خبرو اجنډا له اوکراین سره په اقتصادي،امنیتي او بشري برخو کې تر مرستو راڅرخي.
د مېرمن هارس د رسنیو د برخې د یوه مسوول په وینا د اوکراین له ګاونډیو سره به د امریکا د نور ملاتړ پر لارو چارو هم خبرې وشي.
دا سفر درې ورځنی دی چې له چهارشنبې پیلېږي.
تیره شپه ولسشمر جوبایډن د پولنډ له ولسمشر اندرې دودا سره په ټیلیفون خبرې وکړې.