د مسکو وکیله یولیا ګالیامینا د عامه نظم په اخلال تورنه شوه
د ګالیامینا مدافع وکیل وویل، د دې موکله به د محاکمې تر وخته چې ښايي په نژدې ورځو کې جوړه شي په توقیف کې وي.
که نوموړي مجرمه وپېژندل شي، نو ښايي تر ۳۰ ورځو پورې په بند محکومه شي.
د OVD-Info د غیرحکومتي ټولنې د راپور له مخې په روسیه کې د اوکراین د اشغال پرضد د اعتراضونو په ترڅ کې له اتو زرو زیات کسان نیول شوي دي.