هېدر بار: ملګري ملتونه دې د افغان ښځو اړوند مسایلو په اړه بېړني ګامونه واخلي
د معترضو نجونو او ښځو نیول کېدل، د ښځو مرموزي وژنې او د هرات د ښځو د بند خونې د مدیرې عالیه عزیزې په څېر د نورو ورکېدل، هغه څه دي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته لیدل شوي.
تازه د چهارشنبې په ورځ په بلخ کې د فاطمې او شریفې په نوم دوه ښځې په مرموز ډول وژل شوي دي.
د طالبانو د بلخ د امنیه قوماندانۍ چارواکي دا پېښې مني او وايي، عاملان یې پېژندل شوي او تر څارنې لاندې دي: "دا ښځې د بلخ له شولدره ولسوالۍ تښتول شوي او مزار شریف ته یې وړي. هلته یې د تنګي شاریان په سیمه کې په ډزو ویشتي."
دې قضیو ته په پام د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د مرموزي وژنو، نیونو او ورکېدو په اړه اندېښنه ښيي.
د دې سازمان د ښځو څانګې مسوولې هېدر بار ازادي راډیو سره خبرو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو ځپل وېروونکي وبلل او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د افغانستان د ښځو اړوند مسایلو په اړه بېړني ګامونه واخلي.
اغلې بار زیاته کړه: "د اوس لپاره د حل یوازینۍ لار دا ده چې په ملګرو ملتونو او یوناما فشار راولو چې د دې قضیو د څارنې لپاره فعاله ونډه ولري. په بېړه څېړنه وکړي او عمومي خبرې وکړي. کوښښ وکړي هغه څه چې پېښېږي معلوم کړي او ترې ساتنه وکړي."
موده وړاندې په کابل کې له یوه کوره د نیول شوېو ۲۹ نجونو او ښځو د اعتراف ویډیو خپره شوې، هغه چې وړاندې یې طالبانو ویلي و، دوی دا معترضانې نه دي نیولي.
اوس راپورونه وايي، دا نجونې او ښځې د معتبرو ضمانتوتو په ورکولو سره له بنده خوشې شوي دي.
یوه له معترضو مېرمنو فرزانه ایوبي ده. هغې ازادي راډیو ته وویل، زهرا محمدي، مرسل عیار، وحیده، تمنا زریاب او ځینې نورې د طالبانو له بنده خوشې شوي دي: "زهرا خوشې شوې. ۲۹ نورې ښځې هم چې طالبانو نیولې وې، ډېری یې خوشې شوي. زهرا، مرس عیار، تمنا پریاني خوشې شوي، خبره یم. مرجان، مدینه او وحیده هم خوشې شوي. د دوی له کورنیو سره مې خبرې کړي. "
د معترضو ښځو له ډلې راضیه بارکزۍ هم دا خبره تاییدوي.
د طالبانو لهخوا د معترضو نجونو او ښځو له نیول کېدو وروسته، د هغوی د اعتراض غږونه ټپ شوي او اوس یې د ښځو حقونو د خوندیتوب لپاره د کابل پر سړکونو د اعتراض چیغې نه اورېدل کېږي.