څنګه ځوانانو ته انګېزه ورکړل شي چې زده کړو ته دوام ورکړي؟
د ځوان فکر د دې اوونۍ خپرونه کې د پوهنتونونو د بیا پيل په مناسبت په دې غږېږو چې ولې محصلان د زده کړو په وړاندې بې انګېزې شوي؟
او څه باید وشي چې محصلان بېرته په ډېرې علاقې او انګېزې پوهنتونونو ته لاړ شي او په ښه ډول خپل درسونه ووايي؟
د خپرونې مېلمانه مو د پوهنتون دوه استادان انجینر حضرت الله پکتین او نجیب الله بهادر او محصلان نورالله جلالزی، ډېوه سهاک او احسان الله محسن دي.
دا بحث دلته واورئ: