نېټ فلېکس او ټیکټاک په روسیه کې خپل زیات خدمات ځنډولي
نېټ فلېکس او ټیکټاک شرکتونو په روسیه کې خپل زیات خدمات وځنډول.
دا اقدام وروسته له هغې وشو چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې په تړاو پر راپور ورکولو د مسکو فشارونه زیات شول.
پرون تر دې مخکې د امریکا د مالي خدماتو د کارټونو امېرېکن اکسپرس شرکت هم په روسیه کې د خپلو فعالیتونو بندولو پرېکړه وکړه.
ټیکټاک په روسیه کې د نویو ویډیويي پوسټونو او په ژوندۍ بڼه د ویډیو خپرول بند کړي، نېټفلېکس بیا په روسیه کې د خپلو خدماتو د ځنډولو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
نېټفلېکس نړۍ کې په انلاین بڼه د فلمونو او ټلوېزیوني سریالونو د خپرولو یو لوی شرکت او ټیکټاک د لنډو ویډیوګانو د شریکولو یو اپ دی.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د رسنیو پر هغو کارکوونکو خپل فشارونه زیات کړي، چې نه دي توانېدلي په اوکراین کې د روسیې د جګړې په اړه د کرملین مقررات رعایت کړي.