د بشري حقونو د څار ډله: طالبانو ولایتونو کې د خبریالانو خولې یو مخ پټې کړي
د بشري حقونو د څار ډلې په خپل هغه راپور کې چې پرون دوشنبې یې خپور کړ، ویلي چې طالبان افغان ژورنالېستان وهي، نیسي او ګواښي او په ولایتونو کې د رسنیو او ژورنالېستانو وضعیت لا خراب دی. دې ډلې همدا راز ویلي، د طالبانو د حکومت غړيو په ولایتونو او ولسوالیو کې پر رسنیو لا سخت سانسور لګولی دی. د بشري حقونو د څار ډله وايي: "د هغو خبریالانو چې په ولایتونو او ولسوالیو کې دي، وضعیت د کابل تر والو ډېر بد دی، په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو." د بشري حقونو د څار ډله زیاتوي، د ولایتونو خبریالان وايي چې... Читать дальше...