د جرمني صدراعظم له پوتین غوښتنه کړې چې پر اوکراین د حملې د درېدو امر وکړي
د شولتز دفتر نن په یوه اعلامیه کې وویل، دواړو مشرانو نن د یوه ساعت لپاره په اوکراین کې د روانې جګړې او د هغې د ختمېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.
له بلې خوا کرملېن په جلا اعلامیه کې ویلي چې روسیه تیاره ده چې د حللارې د موندلو لپاره د اصولي لارو چارو له مخې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.