کابل: طالبانو له درې نيول شويو خبريالانو دوه خوشې کړي
د طلوع نيوز پخواني مشر لطف الله نجفي زاده نن (مارچ ۱۸مه) پر خپل ټويټر ليکلي چې د طالبانو د استخباراتي شبکې د غړيو لخوا د طلوع نیوز خبري څانګې د مشر خپلواک ساپي، خبريال بهرام خان او د ټېليويژن د حقوقي سلاکار نيولو غصه کړی. د نوموړي په وينا ښاغلی ساپی او حقوقي سلاکار خوشې شوي خو خبريال بهرام امان لاهم له طالبانو سره بندي دی.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندويه دفتر یا یوناما د ټویټر له لارې د خبریالانو پر نیول کېدو "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده. يوناما په خپل بيان کې زياته کړې چې نيول شوي خبريالان دې ژر تر ژره خوشې کړل شي او د خبريالانو او خپلواکو رسنيو پرضد دې "د تهديد لړۍ ته د پای ټکی کښېښودل شي".
که څه هم تر اوسه طالبانو د طلوع نيوز د کارکوونکو د نیول کېدو د لاملونو په اړه څه نه دي ویلي خو د دې خبري چېنل خبریال سعید شینواري، چې اوس په جرمني کې ژوند کوي، د مارچ پر ۱۷مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې دا کسان په دې خاطر نیول شوي چې د طالبانو د استخباراتو له لوري يې د بهرنیو سریالونو يا ډرامو پر خپرولو د بندېز خبر خپور کړی وو.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د طلوع په شمول ټولو ټېليويژن چېنلونو ته په لیکلې بڼه امر کړی چې بهرني سریالونه دې نور نه خپروي.
طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې د کابل تر نیولو وروسته څو ځلې نور خبريالان او مدني فعالان هم نیولي چې څه موده وروسته يې د بشري حقونو سازمانونو او نړیوالو فشارونو په پایله کې بېرته خوشې کړې دي.