فیلیپین کې د ځمکې ښویېدو او سېلابونو له امله د مړو شویو شمېر ۲۸ ته ورسېد
په فیلیپین کې د ځمکې ښویېدنې او سېلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۸ ته رسېدلی دی.
چارواکو نن سې شنبه ویلي چې له ۲۰ ډېر نور کسان تر اوسه لا درکه دي.
دې موسمي سېلابونو د فیلیپین بای بای ښار ډېر ځپلی او دغلته د ځمکې ښويېدو له کبله لسګونه کورونه تر خاورو لاندې شوي دي.
د فیلیپین په ۱۷ ولایتونو کې له ۲۲،۶۰۰ ډېر کسان تر خطر لاندې سیمو کې له کورونو وتلي دي.