د ایران د قونسلګریو د بندېدو په اړه ضد و نقیض راپورونه
په افغانستان کې د ایران د ډیپلوماتیکو استازولیو د فعالیت په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکړل شوي، په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت ویاند وايي، دا مهال په افغانستان کې د ایران ټولې قونسلګرۍ فعالې دي. د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا راپور ورکړی چې په افغانستان کې د ایران د سفارت او په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ مخې ته له قهرجنو اعتراضونو وروسته ایران خپلې ټولې ډیپلوماتیکې استازولۍ تړلې دي. خو د ایران د محصلانو خبري آژانس ایسنا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سعید خطیب زاده له قوله راپور ورکړی چې په افغانستان کې د ایران ټولې استازولۍ پرانیستې دي. Читать дальше...