طالبان: د نجونو د ښوونځيو بيا پرانيستلو هڅې دوام لري
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت یو وار بیا ویلي چې په افغانستان کې د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره هڅې دوام لري.
د دغه وزارت ویندوی عزیزاحمد ریان د پاک – افغان جرګه په نوم په یوه انلاین غونډه کې وویل، د طالبانو حکومت جدي کار کوي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره میکانېزم جوړ او عملي شي.
که څه هم ده وویل چې په دې لړ کې پرمختګونه شوي خو ویې نه ویل چې څومره یا څه ډول پرمختګونه.
د طالبانو حکومت د مخکینیو ژمنو خلاف د حمل په درېیمه له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړه.