هاګ محکمې يو افغان په ۱۲کاله بند محکوم کړ
د هالنډ یوې محکمې یو افغان، چې عبدالرزاق عارف نومېږي، په محبس کې د سیاسي مخالفانو د شکنجې او جنګي جنایتونو په تور په ۱۲ کاله بند محکوم کړ.
د عارف مدافع وکیل وویل چې موکل به یې د محکمې د پرېکړې په وړاندې استېناف محکمې ته مراجعه وکړي.
د هاګ محکمې پرون (پنجشنبې) د عارف خلاف خپل حکم صادر کړ، ویې ویل چې نوموړی د ۱۹۸۳ تر ۱۹۹۰ پورې د کابل د پلچرخي محبس قوماندان و.