د هند کرکټ ليګ؛ نن شپه ممبي انډين او لکڼو لوبډلې ډګر ته ښکته کېږي
ټاکل شوې د هندوستان د کرکټ په سوداګریز لیګ کې نن شپه د مبمي انډین او لکڼو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي.
د ورزشي اژانسو د راپورنو له مخې، دغه لوبه د ممبيې ښار د کرکټ په لوبغالي کې د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې ترسره کیږي.
ددې لیګ په تېره شپه لوبه کې ګجرات او راجستان د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووتل چې ګجرات لوبډلې په ” ۳۷ ” منډو بریا خپله کړه.
ګجرات لوبډلې د هارډیک پانډیا ۸۷ ناسوځېدلو منډو پرمټ د ۴ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۹۲ منډې وکړې.
راجستان د نهو لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۰ اورونو کې ۱۵۵ منډې وکړې او د ۳۷ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.
راشدخان په دې لوبه کې په څلور اورونو کې پرته د ویکټ اخیستلو ۲۴ منډې ورکړې او له دې سره ګجرات د پنځو سیالیو څخه د څلور په ګټلو د جدول لومړی مقام خپل کړ.