کرزى پر افغانستان د پاکستان بمباري بشري جنایت او د ملي واکمنۍ نقض بولي
وروسته له هغې چې پاکستانيو جېټ الوتکو بېګاه په خوست او کونړ کې بمبارۍ وکړې او تر ۴۰ زیات کسان يې ووژل او لسګونه نور ټپیان کړل، پخواني ولسمشر ورته تند غبرګون وښود. پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه بمبارۍ وغندلې او دا يې بشري ضد جنایت، د افغانستان د ملي حاکمیت نقض او د نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بولي. هغه په خپل ټوېټر پر پاکستاني حکومت غږ وکړ څو په سیمه کې د تروریزم د له منځه وړلو لپاره، چې افغانان یې له کلونو راهیسې قرباني دي، په خپلو پالیسیو او کړنو کې بدلون راوړي. نوموړي دغه راز له پاکستان... Читать дальше...