سرپل کې د څښاک اوبو د يوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې شوې
د طالبانو د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت وايي، په سرپل ولایت کې د شاخوا ۲.۶ مېلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د یوې شبکې چارې بشپړې شوې.
دغه وزارت تیره ورځ ناوخته په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې یاده پروژه د وزارت او د ماشومانو د ملاتړ د صندوق یونسف په مالي ملاتړ سره د یوې میاشتې په اوږدو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې.
د یاد وزارت په وینا، ددې پروژې په بشپړېدو سره شاخوا ۱۶۰ کورنیو ته د څښاک اوبو زمینه برابره شوې ده.
د طالبانو د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت د معلوماتو له مخې، د څښاک اوبو ته د لاس رسي پروژې په نورو ولایتونو او هغه سیمو کې هم چې خلک ورته اړتیا لري د پلي کېدو په حال کې دي.
د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی د افغانستان د خلکو له مهمو لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي.