پر خوست د بمبارۍ پرضد مظاهره شوې
په خوست کې ګڼو خلکو د هغه ولایت پر یوشمېر کلیو د پاکستانیو ځواکونو بمباري غندلې. د اپرېل پر ۱۶مه مازیګر مهال د خوست اوسېدونکي د ښار منځ ته ورغلي ول او هلته یې د پاکستان ضد نعرې ووهلې. د عیني شاهدانو په وینا، پر هم هغه ورځ پیشلمي مهال په بمبارۍ کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د طالبانو حکومت ویلي دي چې د دې ډول پېښو تکرار به بدې پایلې ولري. هلته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د ډېورنډ کرښې له هغې خوا څخه په پاکستان کې پر امنیتي سرتېرو د وسله والو د "زیاتېدونکو" حملو مخه ونیسي. Читать дальше...