نوی څېړنیز رپورټ: په افغانستان کې تر نيمايي زیاتې ځورونې طالبانو کړې دي
په رپورټ کې د طالبانو پرضد د جوړو شوو وسله والو ډلو په اړه هم ليکل شوي دي. په دوی کې تر ټولو لویه او ډيره شور کوونکې يې د مقاومت ملي جبه ده. خو تر څنګ یې د شپږو نورو وسله والو ډلو ذکر هم شوی دی چې له طالبانو سره یې نښتې کړې دي.