په بغلان کې د فوټبال لوبڅارنې کورس پاى ته ورسېد
د افغانستان فوټبال فدراسیون د خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د فوټبال لوبڅارۍ دا کورس چې پنځه ورځې وړاندې د لوبڅارانو د ظرفیت لوړولو لپاره جوړ شوی وو، نن پای ته ورسېده.
په دې کورس کې له بغلان ولایت څخه ۲۴ لوبڅارانو ګډون کړی وو او په دوو – عملي او نظري برخو کې یې زده کړې وکړې.
یاد لوبڅاران به له یوې ازموینې وروسته سندونه ترلاسه او د افغانستان په شمال کې به د فوټبال په لوبو کې لوبڅاري کوي.