لندن کې افغان سفارت: درې رنګه ملي بيرغ د هېواد وياړلي تاريخ سمبول دی
https://twitter.com/AfghanistanInUK/status/1517093097636831232
په بریټانیا کې د افغانستان د سفارت په ټوېټر پاڼه په خپاره شوي بیان کې راغلي: «بیرغ د هیواد د ویاړلي او لرغوني تاریخ سمبول دی. د افغانستان ملي بیرغ د آزادۍ، مبارزې او یووالۍ نښه ده چې تل لوړ او همداسې رپانده پاتې کیږي.»
د طالبانو د حکومت څه باندې اته میاشتې ووتلې او لا هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پيژندلی مګر په روسیه، پاکستان او ترکمنستان کې د افغانستان د سفارتونو چارې طالب پلوه ډپلوماټانو ته سپارل شوي.
په روسیه کې د افغانستان د سفارت تر تسلېمېدو وروسته یوه ډپلوماټ د طالبانو سپین بیرغ د سفارت دننه وځړاوه.